توماس وېسټ: نړېوال نظام کې د افغانستان بشپړې یوځای کېدنې لپاره دې لار نقشه جوړه شي

توماس وېسټ: نړېوال نظام کې د افغانستان بشپړې یوځای کېدنې لپاره دې لار نقشه جوړه شي نړۍ
توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ تازه ویلي، چې د ملګرو ملتونو له لوري د دوحې غونډه کې ډېرو هېوادونو تایید کړه، چې اسلامي امارت راتګ سره افغانستان کې پر کوکنارو بندیز لګېدلی دی.
 توماس وېسټ زیاته کړې، چې افغانستان کې د کوکنارو کښت کچه ۹۵٪ سلنه ټیټه شوې ده.

د امریکا ځانګړي استازي پر اېکس خواله رسنۍ ویلي، چې موږ د افغان کروندګرو لپاره د بدیلو کښتونو په لټه کې یوو او د دوحې غونډه کې د درملنې لاندې روږدو کسانو لپاره د نړېوالو ملاتړ ارزونه وشوه، چې لا نورې همغږۍ ته اړتیا شته.

توماس وېسټ همدارنګه زیاته کړه چې امریکا د ملګرو ملتونو په مشرۍ د داسې بهیر غوښتنه کوي چې په نړېوال نظام کې د افغانستان بشپړې یوځای کېدنې لپاره د لارې نقشه جوړه شوي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم دوه ورځې وړاندې اقرار کړی و، چې د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د فساد کمولو، امنیت تامین او د کوکنارو په کښت د بندیز په برخه کې پرمختګ شوی دی.

تړلي موضوعات