عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو حضور نور هیڅ دلیل نه لري

عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو حضور نور هیڅ دلیل نه لري نړۍ
هیڅ د ایتلافي ځواکونو شتون ته دلیل نه لیدل کیږي

د ټي ار ټي د خبر له مخې د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني په یو خبري کنفرانس کې ویلي، اوس مهال په عراق کې داعشي خوارجو قابلیت او موجودیت به بشپړ ډول له مینځه وړل شوی او نشي کولای بیا د عراق لپاره کوم امنیتي خطر رامنځته کړي. 

نوموړي زیاته کړې، چې دوی غواړي د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له اړوند هیوادونو سره پر امنیتي همکاریو سربیره دوه اړخیزه اړیکې جوړې کړي او اوس مهال یې په هیواد کې هیڅ د ایتلافي ځواکونو شتون ته دلیل نه لیدل کیږي. 

د عراق حکومت له دې وړاندې د جنورۍ په ۲۵ مه ویلي، چې امریکا سره یې د داعشي خوارجو پرضد د عملیاتو په برخه کې د ایتلافي ځواکونو د پوځي ماموریت د پای ته رسولو او ایتلافي ځواکونو سلاکارانو د کمولو په اړه د مهال وېش په جوړولو موافقه کړې. 

د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو زیاته کړې، چې له اګست میاشتې راهیسې یې له امریکا سره د خبرو اترو لومړنۍ پړاو په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی. 

د یادونې وړ ده، چې په عراق کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د مشاورینو په پوځي اډو، وخت ناوخت د وسله والو ډلو له لوري د بې پیلوټه او توغندیو په واسطه بریدونه کیږي.

تړلي موضوعات