بلخ کې امنیتي ځواکونو یو سوداګر له اختطافګرو ژغورلی

بلخ کې امنیتي ځواکونو یو سوداګر له اختطافګرو ژغورلی افغانستان
په بلخ کې موجوده امنیت ګډوډ کړي

د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د دې قومندانۍ امنیتي ځواکونو یو ملي سوداګر په شپږمه امنیتي حوزه کې د دوو ساعتونو په موده کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.

د یادې قومندانۍ په خبره، د فواد اکبر زاده په نوم دا سوداګر د مزارشریف ښار په اتمه حوزه کې له خپل کور څخه تښتول شوی و، چې له دوو ساعتونو وروسته امنیتي ځواکونو هغه له انسان تښتوونکو څخه بیرته راخلاص او خپلې کورنۍ ته یې تسلیم کړی.

د بلخ ولایت امنیه قومندان ملا عبدالرازق راشد د دې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په بلخ کې موجوده امنیت ګډوډ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اداره کې په مزار شریف ښار کې اختطاف په یوه عادي چاره بدل شوی و، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مزار شریف ښار په ګډون په ټول هېواد کې د انسان تښتوونکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې ده.

تړلي موضوعات