بلخ کې د انسان تښتوونکو درې کسیزه ډله ونیول شوه

بلخ کې د انسان تښتوونکو درې کسیزه ډله ونیول شوه افغانستان
بلخ نیول شوي انسان تښتونکي

د بلخ ولایت امنیه قومندان ملاعبدالرازق راشد وایي، دغه انسان تښتونکې یې وروسته له هغې د مزار شریف ښار ۱۲ مې حوزې کې ونیول، چې دوه ورځې وړاندې یې له اتمې حوزې یو ماشوم تښتولی و.

ملا عبدالرازق راشد ویلي، تښتول شوی ماشوم روغ رمټ له انسان تښتونکو ژغورل شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د دې ماشوم د تښتونې په تور یې ۶ تنه نیولي چې د څېړنو پایله کې یې درې اصلي مجرمین پېژندل شوي او پاتې نور بېرته خوشي شوي دي.

د بلخ امنیه قومندان وویل، انسان تښتوونکي د پټېدو ځای نه لري او پر ضد به یې قانوني اقدامات وشي.

تړلي موضوعات