چین د واخان دهلېز فعالېدو ته چمتووالی ښودلی
د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې مشر لیو جین سونګ بیجینګ کې د افغانستان سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړېکو پر لا پراختیا او پیاوړتیا، دوه اړخېزې سوداګرۍ او اقتصادي پیاوړتیا خبرې کړې دي.
همداراز دې کتنه کې د سېمې او ګاونډیو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر دوام هم خبرې شوې دي.
لیو جین سونګ د چین او افغانستان ترمنځ د واخان دهلېز د فعالېدو په اړه د اسلامي امارت هڅې ستایلې او له خپل لوري یې په تدریج سره د ګامونو اخېستو ته چمتووالی ښودلی.
نوموړي زیاته کړې، چې را روان ۲۰۲۵ کال کې به د چین ولسمشر له لوري د افغانستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو پر صادراتو ګمرکي تعرفه معاف شي، چې دا د افغانستان سوداګرو لپاره ښه زېری دی.
هغه ډاډ ورکړی، چې د ام سي سي او مرکزي اسیا د نفت او ګازو شرکتونه به د امو دریاب نفتي حوزې د تېلو استخراج بهیر لا ګړندي کېدو ته وهڅوي او مس عینک پروژې کارونه به نور هم پراخ او چټک کړي.