تېر ماښام بیا بریتانوي او امریکايي بېړۍ په نښه شوې
د یمن حوثي ځواکونو تېر ماښام بیا د بریتانیا او امریکا هېوادونو دوه نورې بېړۍ په سور سمندر کې په نښه کړې دي.
العربیه رسنۍ د لوړ پوړو امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې پر یادو بېړیو بریدونه د حوثي ځواکونو له لوري د بالستیک توغندیو پواسطه شوي دي، چې د بېړیو ځینو برخو ته زیان رسېدلی دی.
یادې رسنۍ د خپلو سرچینو له قوله زیاته کړې، چې پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو د بریدونو له پیل سره حوثي ځواکونو د فلسطینیانو په ملاتړ په سور سمندر او عدن خلیج کې ۴۸ ځلې په امریکایي او بریتانوي بېړیو بریدونو کړي چې د اسرائیلو کلک ملاتړي هېوادونه دي.
د یادونې ده، چې حوثي ځواکونو پر اسرائیلي، امریکايي او بریتانوي بېړیو دا بریدونه پر غزه د اسرائیلي وحشت په غبرګون کې کړي دي او تر هغې یې د دې بریدونو د دوام خبره کړې، تر څو اسرائیل غزه کې روان وحشت بس کړي.