د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه شوې

د اوبو ضایع کېدو د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه شوې افغانستان
راپور یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء په مشرۍ د کابینې ۱۷مه غونډه کې په هېواد کې د اوبو ضایع کېدو مخنیوي په اړه هر اړخیز بحث او یو شمیر لازمې پریکړې شوي. 

د خبرپاڼه له مخې د اوبو او انرژي وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې په دې اړه څېړنې وکړي او راپور یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. 

په ورته مهال د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د اوبو د تصفیې شرکتونه دې له ښارونو د باندې په لرې ساحو کې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفیې لپاره کار وکړي. 

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو زېرمو د پياوړتیا او د اوبو ضایع کېدو په موخه په ټول هېواد کې په سلګونو واړه بندونه جوړوي، چې له دې ډلې يي په یو شمېر ولایتونو کې ګڼ شمېر جوړ او ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات