د چمن له لارې څه باندې سل زره کډوال هېواد ته راستانه شوي
د کندهار ولایت د راستنېدونکو کډوالو د ثبت او معلوماتو مسؤل مولوي عبداللطیف حکیمي حریت راډيو ته ویلي، چې تېره یوه میاشت کې د چمن له لارې ۱۷ زره او ۷۳۷ کورنۍ افغان کډوال چې یو لک او ۴۲۰۰ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
ښاغلی حکیمي زیاتوي، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو لپاره د ځمکو وېش او کاري فرصتونو د برابرلو لپاره منظم پلان لري ترڅو راستانه شوي کډوال له معياري استوګنې او وړ دندو برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې افغان حکومت د کندهار سربېره ګڼو ولایتونو کې راستانه شویو کډوالو ته معیاري پنډغالي جوړ کړي دي، چې له ټولو اړینو اسانتیاوو څخه برخمن دي.