بغلان کې ۸۰ نایاب مرغان هوا ته خوشي شوي

بغلان کې ۸۰ نایاب مرغان هوا ته خوشي شوي افغانستان
باز مرغه| ارشیف

د بغلان اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی امر مولوي عزت میر حقاني وايي، چې امنیتي ځواکونو د بغلان دهنه غوري ولسوالۍ کې هغه ۲۵ تنه ښکاریان نیولي دي، چې ۸۰ نایاب مرغان یې ښکار کړي وو.
ګرځندوی امر زیاتوي، چې یاد ۸۰ نایاب مرغان ازادې هوا ته خوشي شوي دي.
بلخوا ښکارکوونکي وايي، چې دوی د اسلامي امارت له لوري د ښکار بندیز پرېکړې څخه نه و خبر او راتلونکي کې به ښکار نه کوي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان پر اساس په ټول هېواد کې پر ښکار بندیز اعلان شوی دی او له دې قانون سرغړونکي د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کېږي.

تړلي موضوعات