د اوکرايین جګړه؛ روسي ځواکونو مهم اوډیوکا ښار نیولی
د اوکرايین پوځ ویلي، چې د دې هېواد په ختیځ کې یې له مهم اوډیوکا ښار څخه خپل سرتېري ایستلي دي او بلخوا روسي ځواکونو د دې ښار د نیولو خبر ورکړی دی.
د روسیې ټاس خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د اوکرايین پوځ مشر الکساندر تارناوسکي په خپل ټليګرام چینل ویلي، چې د اوکرايين تاوریا عملیاتي ځواکونه چې د اوډیوکا د کنټرول مسئولیت یې په غاړه درلود په دې ښار کې خپلو پوځي قرارګاوو تسلیمي ته دوام ورکوي.
نوموړي ویلي، له اوډیوکا ښار څخه د سرتېرو ایستلو پرېکړه یې د کلابندي او د سرتېرو د ژوند ژغورلو په موخه کړې.
روسي پوځيانو په اکټوبر میاشت کې په اوډیوکا ښار خپل بریدونه زیات او له څو میاشتو راهیسې یې د اوکرايین سرتېرې تر سختي کلابندي لاندې راوستي وو.
پر اوکرايین د روسيې له برید راهیسې تر دې مهال په دې جګړه کې له دواړو لوریو په زرګونو پوځیان وژل شوي او زرګونو نور ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه چې څه باندې دوه کاله کېږي دوام لري تر دې مهاله د روسې ځواکونو د اوکرايین یو شمېر ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.