غزې کې دې اوربند قایم او بندیان دې ازاد شي

غزې کې دې اوربند قایم او بندیان دې ازاد شي نړۍ
غزې ته د بشري مرستو رسولو پروسه چټکه شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له حماس او اسرائیلو څخه په غزه کې د بیړني اوربند او له قید او شرط پرته د بندیانو د ازادولو غوښتنه کړې.

انتونیو ګوتریش په غزه کې اوربند او د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ د بندیانو ازادولو د دواړو لوریو ترمنځ د ستونزې یوازینی حل بللی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په اوربند سره به غزې ته د بشري مرستو رسولو پروسه چټکه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال په غزه کې د اوربند او د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې، چې اسرائیلي اشغالګرو تېره اونۍ د فلسطین په رفح ښار هم بریدونه وکړل چیرې چې نږدې یونیم میلیون فلسطیني مسلمانانو پناه اخیستې ده.

پر رفح د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو د یو شمېر هېوادونو غبرګون هم راپارولی او دا یي د روان کړکېچ د لا اوږدېدو او ژور کېدو لامل بللی دی او له اسرائیلو څخه یي په دې ښار د بریدونو د سملاسي درېدو غوښتنه کړې.

سیاسي شنونکي وايي، چې ملګري ملتونه لا هم غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو د ظلمونو او وحشتونو پر وړاندې قاطع دریځ نه لري او نه هم غواړي چې اسرائیل له دې وحشتونو را وګرځوي.

شنونکي زیاتوي، چې کله نا کله د غزې په اړه د ملګرو ملتونو ظاهري همدردۍ څرګندونې هم د اسلامي هېوادونو پر سترګو کې خاورې اچول وي.

تړلي موضوعات