غزه کې اوربند پیل شو

غزه کې اوربند پیل شو سیمه
غزه

د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي، چې غزه کې د حمـاس او اسرائیلو تر منځ اوربند نن پیل شو او څلور ورځې به دوام وکړي.

قطري رسنیو ویلي، چې اوربند ورځو کې به حماس ۵۰ اسرائیلي بندیان او اسرائیل ۱۵۰ فلسطیني بندیان ازادوي او همدارنګه به هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ د کومکي موادو موټر غزې ته داخلېږي.

بلخوا د فلسطین ځايي سرچینې وايي، چې تمه ده د دې هوکړې له مخې به ۳۰۰ فلسطیني بندیان ازاد شي.

د یادونې وړ ده، چې اسرائیـلي اشغالګـرو تر دې دمه غزه کې له ۱۳ زرو ډېر فلسطـ. یني مسلمانان شهیـدان کړي دي، چې شاوخوا ۵۵۰۰ ماشومان او ۳ زره ښځې په کې شاملې دي.

تړلي موضوعات