تورخم دروازه ټرانزېټ پر مخ پرانېستل شوه
د تورخم ځايي مسؤلین حریت راډيو ته وايي، چې تورخم دروازه د څو ساعته تړل کېدو وروسته بیرته د ټرانزېټ پر مخ پرانېستل شوه.
مسؤلین زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت صنعت او سوداګرۍ رئیس سید عبدالبصیر پاچا په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستاني لوري سره د دروازې تړلو او په دې تړاو تازه ستونزو په اړه ناسته کړې؛ چې ناستې وروسته دروازه د ټرانزېټ پر مخ خلاصه شوې.
د سرچینې په خبره، چې افغان پلاوي پاکستاني ځايي چارواکو ته ویلي، چې د ټرانزېټ پر مخ لار تړل او په یوه او بله بهانه خنډونه ایجادول د ګاونډیانو ترمنځ ستونزې لا زیاتوي او ښه داده، چې موږ دواړه مسلمان ګاونډیان د یو بل ستونزې درک او حل لارې ورته ولټوو.
د یادونې وړ ده، چې د تورخم لار نن شاوخوا لس بجې پاکستاني لوري د نوي شرط له امله چې موټر چلوونکي باید ویزه او پاسپورټ ولري تړلې وه.