اسماعیل هنیه: غزه کې اوربند ته نږدې شوي یوو

اسماعیل هنیه: غزه کې اوربند ته نږدې شوي یوو سیمه
اسماعیل هنیه

د حمـاس جهـادي غورځنګ د سیاسي دفتر رئیس اسماعیل هـنیـه تازه ویلي، چې غزه کې اوربند په اړه اسرائیـلو سره هوکړې ته نږدې شوي یوو.
الجزیرې تلوېزیون د ښاغلي هنیه له قوله ویلي، چې حماس د اوربند په اړه خپل ځواب قطر هېواد ته سپارلی دی.

الجزیرې د خپلو سرچینو پر اساس ویلي، تمه ده چې نن ورځ ناوخته به دغه اوربند اعلان شي.
بلخوا د سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي رسنیو ته ویلي، چې اسرائیل او حمـاس په غزه کې د څو ورځني اوربند او د بندیانو د خلاصون لپاره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اسرائیـلي اشغالګـرو تر دې دمه غزه کې له ۱۳ زرو ډېر فلسطـیني مسلمانان شهیـدان کړي دي، چې شاوخوا ۵۵۰۰ ماشومان او ۳ زره ښځې په کې شاملې دي.

تړلي موضوعات