پاکستان ته د یوارنیمو قاچاق مخه نیول شوې ده
غزني کې امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی، چې غوښتل یې اته نیم کلیو ګرامه یوارنیم پاکستان هېواد ته قاچاق کړي.
د غزني امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وايي، چې د تروریزم منسوبینو د کشفي راپور پر اساس یاد تن د غزني مقر ولسوالۍ بازار کې نیولی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دا کس نېک محمد نومېږي او د یاد ولایت ګیلان ولسوالۍ د شان کلي اوسېدونکی دی او د لا زیاتو پلټنو په موخه کورنیو چارو وزارت ته لېږدول شوی دی.