د ځاځي میدان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ته د تیارسۍ امر وشو

د ځاځي میدان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ته د تیارسۍ امر وشو افغانستان
د خوست مرستیال والي د ځاځي میدان ولسوالۍ امنیتي ځواکونو سره کتلي

د خوست مرستیال والي د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو څخه د لیدنې پر مهال امنیتي ځواکونو ته ویلي، پر افغان خاوره تېري کوونکي وځپئ.

مرستیال والي امنیتي ځواکونو ته ویلي، ځیرک او متوجه اوسئ او هیچاته اجازه ورنکړئ چې په خاوره مو تېری وکړي او ولسونو ته مو ستونزې جوړې کړي.

دې کتنه کې امنیتي ځواکونو ډاډ ورکړی، چې په لوړه روحیه او قوي مورال سره به د هر ډول تېري مخه ونیسي او له خپلې خاورې به دفاع او ننګه وکړي.

بلخوا ولسونو هم ویلي، چې د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او هر هغه چاته به کلک ځواب ورکړي، چې پر افغان خاوره ظلم او تېري ته زړه ښه کوي.

تړلي موضوعات