رفح ښار کې د اسراییلو په برید کې د ماشومانو په ګډون اته تنه شهیدان شوي

رفح ښار کې د اسراییلو په برید کې د ماشومانو په ګډون اته تنه شهیدان شوي نړۍ
له امله یو بل تن هم ټپي شوی دی

د فلسطین د دولتي خبري اژانس وفا د راپور له مخې، په رفح ښار کې د استوګنې پر دوه کورونو د اسرائیلي الوتکو په بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون اته تنه شهیدان شوي دي. 

د راپورونو له مخې د غزې د مرکزي برخې د الزوایده په ښارګوټي کې هم د بې ځایه شویو کسانو د سرپناه په یوه وړکتون د بمبارۍ په پایله کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمیر نور ټپیان دي.  

دغه راز د غزې په ديرالبله ښار کې د یوې بمې چاودنې له امله یو بل تن هم ټپي شوی دی.

تړلي موضوعات