تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خصوصي سکټور سره پنځه تړونونه لاسلیک کړل

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له خصوصي سکټور سره پنځه تړونونه لاسلیک کړل افغانستان
د ادارې ۱۵۰ تنه فارغانو او کارکوونکو ته وړیا بورسونه ورکوي

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اوسپنې پټلۍ ادارې، ناروې کمېټې او درېیو نورو مؤسسو سره د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ازښت پنځه هوکړې لاسلیک کړې.

دغه تړونونه د اوسپڼې پټلۍ انسټیټوټ رامنځته کولو، حرفوي او مسلکي زده کړو، بورسونو، تجهيزاتو او تشنابونو په برخه کې لاسلیک شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اداري او مالي مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د دغو هوکړو د لاسلیک پرمهال ویلي، د دغو هوکړو له مخې د ناورې مؤسسه په بدخشان، غزني او فاریاب ولایتونو کې ۱۵۶۰ تنو او انافي مؤسسه به په کابل، پروان، بلخ، او هرات ولایتونو کې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي او تخنیکي زده کړو زمینه برابروي.

ښاغلي فاصل زیاته کړې، د دې ترڅنګ د ABLOمؤسسه به په کابل کې ۵۰۰ ځوانانو ته د خیاطي، موبایل جوړولو، نلدواني، برېښنا، انګلیسي او کمپیوټر برخه کې زده کړې ورکوي.

نوموړي همداراز ویلي، د دې هوکړو له مخې به علامه د لوړو زده کړو مؤسسه د ادارې ۱۵۰ تنه فارغانو او کارکوونکو ته وړیا بورسونه ورکوي.

تړلي موضوعات