د سپټمبر له ۱۷ مې راهیسې ۳۵ زره کورنۍ کډوال راستانه شوي دي

د سپټمبر له ۱۷ مې راهیسې ۳۵ زره کورنۍ کډوال راستانه شوي دي افغانستان
تورخم کې راستانه شوي کډوال

د اسلامي امـ. ارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، چې د سپټمبر میاشتې له ۱۷ مې نېټې څخه تر نن ورځې پورې یوازې د تورخم له لارې ۳۵ زره کورنۍ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
بلال کریمي زیاتوي، چې د دې راستانه شویو افغانانو شمېر ۲۰۰ زرو ته رسېږي.

د نوموړي په خبره، چې تېرو پنځو ورځو کې بیا ۱۵ زره او ۲۷۰ کورنۍ کډوال خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاده دې وي، چې افغان حکومت دې ټولو راستانه شویو مهاجرینو ته د سرپنا، خوراک، څښاک، روغتیايي خدمتونو او ټرانسپورټ سربېره  نورې ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

تړلي موضوعات