د پکتیا پټان ولسوالۍ لار د کډوالو پر مخ پرانېستل کېږي
د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ کې له خیبرپښتونخوا سره نښلېدونکې لار د افغان کډوالو پر مخ پرانېستل کېږي.
د دې ولایت رسنیز دفتر وايي، چې دې سیمه کې راستنېدونکو کډوالو ته اسانتیاوو برابرولو په موخه ولایتي کمېټې خپل کارونه پیل کړي دي.
یاد رسنیز دفتر زیاتوي، چې ډنډپټان ولسوالۍ کې کډوالو لپاره د سرپنا، روغتیايي خدمتونو، خوراک او ټرانسپورټ لپاره بشپړ تیاری نیول شوی دی.
د دې سرچینې په خبره، چې دا لار به د افغان مهاجرینو پر مخ ډېر ژر پرانېستل شي.