د غلو هغه ډله نیول شوې؛ چې ۳۵۰ زره ډالرو موبایلونه یې غلا کړي وو
د کابل پولیسو د غلو هغه ۹ کسیزه ډله نیولې، چې ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت موبایلونه یې غلا کړي وو.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې پولیسو یاد غله د کابل کمپنۍ سیمه کې له درې عرادې موټرو سره نیولي دي.
خالد ځدراڼ زیاتوي، چې د غلو دې ډلې له یوه سوداګر څخه د ۳۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت موبایلونه غلا کړي وو، چې بیرته د پولیسو لاس ته ورغلي.
د نوموړي په خبره، غلا شوي موبایلونه خپل مالک ته سپارل شوي او له نیول شویو کسانو څخه لا هم پلټنې روانې دي.
د یادونې وړ ده ،چې د اسلامي امارت په راتګ سره له مجرمینو سره قاطع چلند ددې سبب شوی، چې په کابل او ټولو ولایتونو کې د غلا او جنایي جرمونو په پېښو کې د پام وړ کموالی راشي.