د تورخم دروازه نن سهار د هر ډول تګ - راتګ پرمخ پرانېستل شوه

د تورخم دروازه نن سهار د هر ډول تګ - راتګ پرمخ پرانېستل شوه افغانستان
د دروازې د پرانېستې تازه انځور

حریت نیوز ته د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت تائید کړې، چې د تورخم لار نن سهار د هر ډول تګ - راتګ پرمخ پرانېستل شوه.

دغه لار ۱۱ ورځې وړاندې پاکستاني لوري د لویو موټرو پر مخ تړلې وه.
دوی له موټر چلوونکو او کلنډرانو څخه د ویزې غوښتنه کوله، چې وروسته بیا افغان لوري هم په ورته اقدام لاس پورې کړ.

اوس نن سهار دا لاره د هر ډول تګ - راتګ پرمخ په عادي ډول پرانېستل شوه.

تړلي موضوعات