د ایران او افغانستان ترمنځ د ټکسي چلوونې څانګه پرانېستل شوه
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، د لومړي ځل لپاره د فراه ولایت او ایران ترمنځ د ټکسي چلوونې څانکه پرانېستل شوه.
یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه ویلي، د دې وزارت په هڅو د فراه ولایت او ایران بیرجند ښار ترمنځ د کابل کاروان هوتک نړېوال ټرانسپورټي شرکت له لارې د ټکسي چلوونې څانګې په فعالیت پيل وکړ.
د دغې وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره به مسافر د فراه ولایت څخه د ایران بیرجند او همدراز له بیرجند ښار څخه فراه ته لېږدول کېږي.