ایران ته یې د زیات شمېر بهرنیو اسعارو د قاچاق مخنیوی کړی
کورنیو چارو وزارت د هرات ولایت د سرحدي ځواکونو له لوري ایران ته د زیات شمېر بهرنیو اسعارو د قاچاق له مخنیوي څخه خبر ورکړی دی.
د کورنیو چارو وزارت په دې اړه ویلي، چې د هرات ولایت سرحدي ځواکونو په اسلام کلا بندر کې ایران ته د ۷۰ زره امریکایي ډالرو او ۵ زره سعودي ریالو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
ویل کېږي چې په دې اړه یو کس نیول شوی هم دی.