د ایران قضایي لوړپوړي پلاوي د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

د ایران قضایي لوړپوړي پلاوي د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزیر سره کتلي افغانستان
ایراني پلاوي سره د بهرنیو چارو وزارت مسؤلینو لیدنه

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران قضایه قوې مرستیال دکتور غریب ابادي په مشرۍ د لوړپوړي قضایي پلاوي سره په کتنه کې د افغان بندیانو انتقال هوکړې عملي کېدو، په اعدام محکومو بندیانو لپاره د بدیل میکانیزم جوړولو، د بندیانو ستونزو ته رسېدو او د افغان کډوالو د جنایي او حقوقي مسايلو په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزیر له ایراني پلاوي غوښتي چې د افغانستان د سیاسي استازولیو او قونسلي مسئولینو ته په ایران کې له افغان بندیانو سره د هغوی وضعیت او ستونزو ته د رسېدنې او ارزیابي په موخه د ملاقات زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دکتور غریب ابادي د افغانستان له امنیتي وضعیت او له نشه یې توکو سره د اسلامي امارت مؤثري مبارزې په اړه خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان حکومت له نشه یې توکو د مبارزې پرېکنده سیاست پرمخ وړي.
په همدې حال کې د ایران قضایه قوې مرستیال په دې هېواد کې افغان بندیانو د ځورونې او شکنجې په اړه ویلي، چې په دې برخه کې جدي موقف لري، د همغږي او لازمو معلوماتو شریکولو په صورت کې به په راتلونکي کې لازم اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران هېواد دا قضايي لوړ رتبه پلاوی د اسلامي امارت په رسمي بلنه افغانستان ته راغلی دی، چې تر څو ایران کې د زنداني افغانانو قضايي او حقوقي موضوعاتو په اړه ورسره خبرې اترې وشي.

تړلي موضوعات