جاپان نړۍ کې د چټک انټرنیت ریکارډ مات کړ
اکونومیک ټایمز خبر ورکړی، چې جاپاني څېړونکي بریالي شوي نړۍ کې د چټک انټرنیت ریکارډ په خپل نوم ثبت کړي.
د اکونومیک د راپور په اساس ثبت شوی سرعت ثانیه کې ۱.۰۲ پتابایټ چې د (۱۲۷زره ۵۰۰ ګیګابایټ پر ثانیه) معادل سره برابر دی.
جاپاني انجنیرانو دغه لاسته راوړنه د اوسني نوري فایبر له ټکنالوژۍ ترلاسه کړې چې نړۍ کې د اطلاعاتو، محاسباتو څخه د ګټې اخېستني طریقه او له مصنوعي ځرکتیا د استفادې بڼه به بدله کړي.
په ورته مهال بزنس ټوډې هم د یاد انټرنیټ سرعت نړۍ کې د چټک انټرنیټ په توګه ثبت کړی.