تېره ورځ ۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېره ورځ ۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې افغانستان
راستانه شویو ۴۰ کورنیو له هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره افغانیو نغدي مرسته شوې

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چاور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلې، چې تېره ورځ د روانې مرغومي میاشتې په ۲۹ مه له پاکستانه ۵۲ کورنۍ افغان کډوال راستانه شوي، چې شمېر یې ۱۷۰ تنو ته رسېږي. 

دغه راز دې وزارت زیاته کړې، چې د راستانه شویو ۴۰ کورنیو له هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره افغانیو نغدي مرسته شوې، چې ځینې یې خپلو ولایتونو او سیمو ته هم انتقال شوې دي. 

په ورته مهال په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټرانسپورټ کمېټې له لوري ۷۱ تنه یې په خوندي او وړیا ډول کابل، ننګرهار، کندهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته لېږدول شوي. 

د یادونې وړ ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون د بېلابېلو کمېټو غړي د ننګرهار په تورخم، د کندهار په سپین بولدک، د پکتیا په ډنډپټان او د پکتیکا په انګور اډې سرحدي سیمو کې راستانه کېدونکو کډوالو ته په بېلابیېو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

تړلي موضوعات