ترکش نړېوال هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي

ترکش نړېوال هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي افغانستان
افغانستان ته هوايي الوتنو زياتېدو ترڅنګ به ترکش هوايي شرکت کابل ته خپل پروازونه پيل کړي

له فلای دوبۍ او ایر العربیه نړېوالو هوايي شرکتونو وروسته ترکي چارواکو کابل ته د ترکش هوايي شرکت د الوتنو د پیل خبر ورکړی دی.

په کابل کې د ترکيې سفير جنک اونال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير ملا حمیدالله اخندزاده سره په کتنه کې ويلي، ترکش هوايي شرکت به کابل ته خپلې الوتنې بيرته له سره پیل کړي. 

په دې کتنه کې دواړو لورو په دوه اړخيزو ټرانسپورټي او ټرانزیټي همکاريو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي. 

یاده کتنه کې د ترکيې سفير ويلي، په افغانستان کې د سراسري امنیت له ټينګښت وروسته غواړي د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې له افغانستانه سره اړيکې پیاوړې کړي. 

نوموړي زياته کړې، له ترکیې څخه به افغانستان ته هوايي الوتنو زياتېدو ترڅنګ به ترکش هوايي شرکت کابل ته خپل پروازونه پيل کړي. 

په افغانستان کې د ترکيې سفير وروسته له هغې کابل ته د دې شرکت د پروازونو د پيلېدو خبره کوي، چې تر دې وړاندې فلاى دوبۍ او اير العربيه هم کابل ته خپلې الوتنې بيرته پيل کړې

تړلي موضوعات