غزه کې تېرو ۱۰۰ ورځو کې ۱۰۰۰ اسرائیلي پوځي وسایط ویشتل شوي

غزه کې تېرو ۱۰۰ ورځو کې ۱۰۰۰ اسرائیلي پوځي وسایط ویشتل شوي نړۍ
د اسرائیلو ویشتل شوی ټانک

د حماس پوځي څانګې القـ. سام خبر ورکړی، چې د تېرو ۱۰۰ ورځو جګړې پرمهال يې د اسرائيلي اشغالګرو ۱۰۰۰ ټانکونه، شوبلې او پوځي وسايط له منځه وړي دي.

د القسـ.ام وياند ابو عبيده پخپل يوه تازه ویډيويي پيغام کې چې رسنيو ته يې لېږلی ويلي، چې القـ. سام ځواکونو اسرائيلي اشغالګر پوځ ته درانه تلفات اړولي.

وياند زیاتوي، کوم تلفات چې اسرائيلي پوځ ته پر غزې د ځمکني یرغل په لړ کې ور اوښتي د ۷ اکټوبر له حملو هم زيات دي.

د دې ترڅنګ ابو عبيـ.ده زیاته کړې، ټولې هغه وسلې چې د دوی مجاهدينو د اسرائيلو پر ضد کارولې د دوی لخوا جوړې شوې او زياتوي چې د طـ. وفان الأقــ. صی عملياتو پرمهال ولس او مقاومت ډلې په يو صف کې د دښمن په مقابل کې جګړه کوي.

عربي رسنۍ وايي، چې د تېرو ۱۰۰ ورځو جګړې پرمهال اسرائيلي پوځ ته درانه تلفات اوښتي د دوی سلګونه ټانکونه او پوځي شوبلې له منځه تللې او همداراز سلګونه پوځيان يې وژل شوي، چې تر ۴۰۰۰ پورې پوځيان يې دايمي معلول او زرګونه نور یې ژوبل شوي.
#حریت_راډيو
زموږ ټلیګرام سره یوځای شئ: https://t.me/HurriyatPa

تړلي موضوعات