ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې شوې
ایران کې افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما له نوي مشر بوجیدار دیمیتروف سره کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ایران په خاوره کې د مېشتو افغان کډوالو د عمومي وضعیت په اړه خبرې او بحث کړی دی.
ایران کې د افغانستان سفارت لیکلي، چې دواړو لوریو د افغانستان سفارت او یوناما دفتر ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو په پراختیا مفصلې خبرې وکړې.
یاده دې وي، چې اسلامي امارت چارواکو څو ځله په دې ټینګار کړی دی، چې په نورو هېوادونو کې به د خپلو سفارتونو او ډیپلوماټیکو استازولیو له لارې افغان کډوالو سره د چلند او خوندي وضعیت د ښه والي برخه کې هڅې لا چټکې کړي.