د فلسطین پر ملاتړ واشنګټن کې زرګونو تنو لاریون کړی

د فلسطین پر ملاتړ واشنګټن کې زرګونو تنو لاریون کړی نړۍ
پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې تر ۲۳ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۶۰ زرو زیات ټپیان شوي دي

زرګونو تنو لاریون کوونکو په واشنګټن ډي سي کې د «د غزې جګړه پای ته ورسوئ» «پرېږدئ غزه ژوندۍ پاتې شي» « له اسرائیلو سره د امریکا ټولې مرستې ودروئ» شعارونو ورکولو سره په غزه کې د بېړني اوربند غوښتنه وکړه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، زرګونه تنه د سپینې ماڼۍ مخته راټول شوي وو او له اسرائیلو سره د امریکا متحده ایالتونو د مرستو درولو غوښتنه یې وکړه.

لاریون کوونکو په دې راټولېدنه کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن غوښتي، چې له اسرائیلو سره دې مالي او نظامي مرستو ته د پای ټکی کېږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې څخه تر دې مهاله پر غزې د اسرائیلي اشغالګرو په بریدونو کې تر ۲۳ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۶۰ زرو زیات ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات