د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر په یو رسمي سفر قطر ته تللی

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر په یو رسمي سفر قطر ته تللی افغانستان
د افغاني سرې میاشتې ټولنې م

افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د دې ټولنې مشر مولوي مطیع الحق خالص تېره ورځ په یو رسمي سفر قطر ته تللی دی.

افغاني سره میاشت زیاتوي، چې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې د بلګېټس بنسټ له استازو سره په افغانستان کې پر روغتيایي برخه کې پر همکارۍ خبرې وکړي. 

یادې سرچینې همدراز ویلي، چې ښاغلی خالص به د یو شمېر نورو هېوادونو سفارتونو له استازو سره هم له افغانستان سره د بشري مرستو په تړاو لیدنې وکړي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له دې وړاندې ښاغلي خالص ویتنام هېواد ته سفر کړی و او هلته یې د ځینو هېوادونو او نړېوالو بنسټونو له استازو سره افغانستان ته د بشري مرستو جلبولو په موخه کتنې ترسره کړې وې او د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومانو تداوۍ برخه کې یې له دوی همکاري غوښتې وه.

تړلي موضوعات