افغان پلاوی اکسپو نړېوال نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته تللی
د افغانستان کرنې وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ پلاوی د ایران صادراتي وړتیاوو اووم نړېوال نندراتون «ایران اکسپو» کې د ګډون لپاره ایران ته تللی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ایران ته د افغان پلاوي د سفر موخه د ایران کرنیزو او حیواني محصولاتو او نوې صنعتي ټکنالوژۍ څخه لیدنه، ایران کې مېشتو افغان سوداګرو سره د نظریاتو تبادله او افغانستان کې پانګونې ته هڅول، بهرنیو پانګوالو جلب، د کرنې او مالدارۍ سکټور وده، اقتصادي اړیکې، د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول بولي.
له ښاغلي عثماني سره دې سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال محمد یونس مهمند او د کرنې وزارت یو شمېر نور مسئولین هم ملتیا کوي.
د یادونې ده، یاد نندارتون چې پنځه ورځې به دوام وکړي هر کال د نړۍ له ۱۰۰ هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو او سوداګرو کوربه وي.