پر یمن هوايي بریدونو ته د حوثیانو غبرګون؛ امریکا او بریتانیا به درنه بیه پرې کړي

پر یمن هوايي بریدونو ته د حوثیانو غبرګون؛ امریکا او بریتانیا به درنه بیه پرې کړي نړۍ
پر یمن د تېرې شپې بریدونو صحنه

بېګاه شپې راهیسې امریکا او بریتانیا هېوادونو په ګډه د یمن پر پلازمېنې صنعا او یو شمېر نورو ښارونو باندې ۷۳ هوايي بریدونه کړي دي او د حوثي ځواکونو نظامي مرکزونه یې په نښه کړي دي.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع د دې بریدونو په اړه تازه ویلي، چې د امریکا او بریتانیا له لوري پر یمن ۷۳ بریدونه شوي، چې ۵ حوثي سرتېرو په کې ژوند له لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په دې اړه ویلي، چې دا بریدونه یې سور سمندرګي کې پر کښتیو د حوثي ځواکونو بریدونو غبرګون کې کړي.
بلخوا د حوثیانو بهرنیو چارو مرستیال وزیر دا بریدونه څرګند یرغل بللی او ویلي یې دي، چې امریکا او بریتانیا به د دې یرغل درنه بیه پرې کړي.

روسیې او ایران دا بریدونه غندلي دي. سعودي عربستان ویلي، چې دا عملیات څارې او ډېر ورته اندېښمن دي او کړکېچ زیاتېدو مخنیوی دې وشي.

روسیې هېواد دا بریدونه له نړېوال قانون څخه سرغړونه بللې او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ غونډه رابللې ده. 
عمان هېواد هم په دې اړه غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده، امریکا ته اجازه نه شته چې زموږ له فضا بریدونه وکړي.

همداراز چین هېواد هم د دې بریدونو غبرګون کې ویلي، چې د کړکېچ زیاتوالي مخه دې ونیول شي.
ایران هېواد همدارنګه دا هوايي بریدونه د یمن پر ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي څرګند تېری بللی دی.

تړلي موضوعات