تېره ورځ په بېرته راستنېدونکو کډوالو څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ وېشل شوې

تېره ورځ په بېرته راستنېدونکو کډوالو څه باندې ۸ میلیونه افغانۍ وېشل شوې افغانستان
انځور حریت راډیو

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۷۴۷ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱۱۵ تنه کیږي بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون د خپلو کاري کمېټو د ورځني راپور په اساس ویلي، له دې ډلې یې ۵۸۶ کورنۍ بېرته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.

د سرچینې په خبره، د بېرته راستنېدونکو کډوالو ۷۴۶ کورنیو باندې ۸میلیونه او ۵۳زره افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې دي.

د یادونې ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د اړوند ادارو په همغږۍ هڅه کوي چې بېرته راستنېدونکو ته اړین خدمات وړاندې کړي.

تړلي موضوعات