اسلامي امارت د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو برید وغنده

اسلامي امارت د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سېلانیانو برید وغنده سیمه

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سېلانیانو برید غندلی دی او پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سېلانیانو دا برید په سيمه کې امنيت او ثبات ګواښي.

د یادونې وړ ده، چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې تېره ورځ د ګرځندویانو په یوې ډلې د وسله والو برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي وو.

تړلي موضوعات