د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال د افغانستان ملي موزیم څخه لیدنه کړې

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال د افغانستان ملي موزیم څخه لیدنه کړې افغانستان
د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال د ملي موزیم څخه د لیدنې پر مهال

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال سریګ ژومانګارین کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له ملي موریم څخه لیدنه کړې ده.

سریګ ژومانګارین ملي موزیم څخه د لیدنې پر مهال ویلي، نن ورځ موزیمونه د هېوادونو د کورنۍ او بهرنۍ پراختیا تر څنګ د نړېوالو اړیکو او همکاریو پراختیا کې مهم رول لري.

نوموړي ویلي، موزیمونه د زده کړې، نوښتګر مهارتونو پیاوړتیا او فرهنګي ځان باورۍ برخه کې د پام وړ رول لري.

ژومانګارین زیاته کړې، نړېوالو تجربو ښودلې موزیمونه د ټولنې د فعالو بنسټونو په توګه د کلتوري میراث برخه کې د عامه پوهاوي لوړولو کې اغېزناک رول لري.

د قزاقستان لومړي وزیر مرستیال د افغان – قزاق ګډ نندراتون د ګډون او افغان چارواکو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په موخه کابل ته راغلی دی.

تړلي موضوعات