تېرو دوو ورځو کې نږدې ۶۰۰ افغانان د پاکستان له زندانونو را خلاص شوي
د کډوالو چارو وزارت ویلي، د غويي میاشتې په لومړۍ ۳۹۷ او په دوهمه ۱۷۵ تنه افغان کډوال چې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو له خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي.
یاد وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې ۵۷۲ تنه را خوشي شوي افغانان د پاکستان په بېلابېلو سیمو نیول شوي او له یوې تر څلورو ورځو پورې بندیان وو.
سرچینې زیاته کړې، دغه کډوال د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت په خبره، یاد کسان تر ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.
د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې افغان حکومت زرګونه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو را خلاص کړل او په حکومتي مصارفو یې تر خپلو مېنو را ورسول.