د انساني قاچاق پر وړاندې دې هڅې لا نورې ګړندۍ شي

د انساني قاچاق پر وړاندې دې هڅې لا نورې ګړندۍ شي افغانستان
د نیمروز والي په مشرۍ د انسان قاچاق پر وړاندې د مبارزې غونډه شوې

د نیمروز والي شیح محمدقاسم خالد د انساني قاچاق مخنیوي په موخه امنیتي مسئولینو سره ګډه ناسته کړې.

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې ښاغلي خالد د امنیتي ادارو دوامداره کړنو په پایله کې هلته انساني قاچاق مخنیوي هڅې ګټورې بللې دي.

نوموړي امنیتي مسئولینو ته لارښوونه کړې، چې نورو سیمو ته هم پام وکړي او د انساني قاچاق پر وړاندې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

نیمروز یو له هغو ولایتونو دی، چې پخوا به ترې ګاونډیو په ځانګړي ډول ایران ته په بې ساري ډول انساني قاچاق ترسره کېده، خو اوس تر ډېره د دې چارې مخنیوی شوی.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري توشېح شوي فرمان کې انساني قاچاق جرم بلل شوی او امنیتي ارګانونو ته یې د مخنیوي لارښوونه شوې.

تړلي موضوعات