امریکا له کینیا د ظاهر قدیر د سپارلو غوښتنه کړې، نوموړی ولې نیول شوی؟

امریکا له کینیا د ظاهر قدیر د سپارلو غوښتنه کړې، نوموړی ولې نیول شوی؟ افغانستان
د تېرې ادارې د ولسي جرګې غړی ط قدیر

کینیايي رسنیو ویلي، د افغانستان پخوانۍ ولسي جرګې غړی ظاهر قدیر د کېنیا پلازمېنې په یوه هوټل کې نیول شوی.
نایروبي نیوز وايي، د کینیا محکمې پولیسو ته اجازه ورکړه، چې دغه هېواد ته راغلی هغه افغان وګړی ونیسي چې امریکا کې د مختلفو جرمونو له امله تر تعقیب لاندې دی.

د سرچینې په خبره، ظاهر قدیر د نایروبي په سیټي هوټل کې ونیول شو او جنايي څانګې غوښتي، چې نیول شوی کس په توقیف کې وساتي.

ظاهر قدیر په څه تورن دی؟

راپور کې د څارنوالۍ له قوله راغلي، چې د نوموړي د نیولو حکم د امریکا یوې سیمه ییزې محکمې د روان کال د مارچ په ۲۵ مه صادر کړی و  او د متحده ایالتونو له نشه‌یي توکو سره د مبارزې ادارې یوه کارکوونکي د نیویارک په محکمه کې د نیول شوي کس په ضد یو جنايي شکایت هم وړاندې کړی.

سرچینه د تحقیقاتي افسر په حواله زیاتوي، ظاهر قدیر د نشه یي توکو د وارداتو او وسلو لرلو له امله تر تعقیب لاندې دی.

د راپور له مخې، د متحده ایالتونو مرکزي ادارې د کینیا دولت ته د یوه ډیپلوماټیک لیک له لارې د ظاهر قدیر د ورتسلیمولو غوښتنه کړې.
سرچینه وايي، یوه څارنوال محکمې ته ویلي، چې ظاهر قدیر د روانې اپرېل میاشتې په ۱۴مه له هوايي لارې له کابل څخه نایروبي ته راغلی و.

ظاهر قدیر په تېر حکومت کې څه دنده لرله؟

د امریکا له ملاتړه یوې برخمنې رسنۍ ویلي، کینیا کې تېره اونۍ نیول شوی ظاهر قدیر له ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۱ کلونو پورې د پارلمان غړی و او یوه دوره د پارلمان لومړی مرستیال هم پاتې شوی.

ظاهر قدیر په پارلماني بحثونو کې له لانجمنو څېرو یادېده او څو واره یې د خپلې ډېرې شتمنۍ او سلګونو موټرو او جایدادونو یادونه کړې وه.

د یادونې وړ ده، چې د تېر حکومت په ګڼو چارواکو د نشه يي توکو قاچاق او نورو غیري قانوني کړنو تورونه وو، چې وخت نا وخت بهرنیو هېوادونو کې تر پوښتنو او پلټنو لاندې راغلي دي.

تړلي موضوعات