پاکستان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره مرکز جوړ کړی دی

پاکستان د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره مرکز جوړ کړی دی افغانستان
پاکستان کې مېشت افغان کډوال

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یو مرکز له جوړېدو خبر ورکړی.

صادق خان په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه مرکز یې  «د فدرال کنټرول خونې» په نوم جوړ کړی چې ۲۴ساعته خدمات وړاندې کوي.

نوموړي د دې مرکز جوړېدو موخه افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدو پر مهال د هغوی ستونزو ته رسېدنه او ځواب ویل دي. 

د پاکستان له لوري دغه اقدام وروسته له هغې اخېستل کیږي چې تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق ډار کابل ته سفر وکړ، چې افغان چارواکو پاکستان کې له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه خپله ژوره اندېښنه ورسره شریکه کړه او د هغوی ستونزو ته په رسېدنه یې ټینګار وکړ.

تړلي موضوعات