مولوي ذبیح الله مجاهد: په یوه ورځ شپږ میلیونه افغانۍ پر کډوالو ووېشل شوې
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، دا شپږ میلیونه افغانۍ یواځې تیره ورځ (یکشنبه) پر تازه راستانه شویو کډوالو وېشل شوې دي.
هغه په خپل اېکس پاڼه دغه ارقام خپاره کړي او ویلي دي، د یکشنبې په ورځ ۶۲۳ کورنۍ راجستر شوي او ۷۴۷ نورې خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي.
ښاغلي مجاهد لیکلي، د کډوالو ستونزو د حل لپاره یې عالي کمېسیون جوړ کړی چې بېلا بېلو برخو کې لکه د کډوالو نوملېکنه، د هغوی لېږد، عامه خدمات او نغدي مرستو د وېش کمېټې لري.
بلخوا هغه کډوال چې تازه له ګاونډیو هېوادونو په جبري توګه را اېستل شوي د اسلامي امارت له خوا د برابر شویو اسانتیاوو څخه خوښي ښودلې او په بېلا بېلو برخو کې یې چمتو شوي اړین خدمات ستایلي دي.