د کورنیو چارو وزیر: پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او امنیت ساتنه خپل لومړیتوب وګڼي

د کورنیو چارو وزیر: پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او امنیت ساتنه خپل لومړیتوب وګڼي افغانستان
د کورنیو چارو وزیر په مشرۍ یاد وزارت د رهبري غونډه

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مشرۍ د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې ویلي، امنیتي مسئولین باید هڅه وکړي، چې له ولس سره په مثبت تعامل او همغږۍ خپل مکلفیت په ښه ډول سرته ورسوي.

ښاغلي حقاني ټینګار کړی، چې پولیس او ټول منسوبین باید د ولس هوساینه او امنیت ساتنه خپل مسئولیت او لومړیتوب وګڼي.

تړلي موضوعات