د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ مسوده تائید شوه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د کانونو سکټور د عوایدو پالیسۍ تائید شوه.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د ۸۰ میلیونه افغانیو پانګونې سره د سوداګریز مارکېټ جوړلو طرحه هم تائید او منظوره شوه.
دغه مارکېټ د پارکینګ په درلودلو سره په شپږ پوړونو کې جوړېږي چې ۵۶ هټۍ او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.
د اقتصادي کمېسیون د معلوماتو له مخې یادې پرېکړې یې د منظورۍ لپاره د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته استولې دي.
د یادونې ده، چې اقتصادي کمېسیون څو ورځې وړاندې د ملي پراختیا پنځه کلنې ستراتېژۍ مسوده هم تائید کړه، دغه مسوده د یو باثباته، هوسا له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو سمبال افغانستان لیدلوری تعقیبوي.