د صنعت او سوداګرۍ وزیر: د افغان کډوالو بېرته ستنولو لپاره دې درې اړخیزه کمېټه جوړه شي
د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد خُرم اغا سره کتنه کې په خپله خوښه د افغان کډوالو بېرته ستنېدولو پروسې مدیریت لپاره د افغانستان، پاکستان او کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېساري«UNHCR» ترمنځ د درې اړخیزې کمېټې غوښتنه کړې.
ښاغلي عزیزي دې کتنه کې د افغان کډوالو جبر ستنېدولو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان حکومت دغه اقدام د بشري حقونو برخه کې د پراخې اندېښنې لامل شوی دی.
نوموړي د کډوالو جبري ستنېدو، د کډوالو شخصي وسایلو انتقال اجازه، پاکستان کې د افغانانو شخصي شتمنیو ساتنې، د هغوی حقوقي مسایلو او جایدادونو مهم موارد یاد کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په جدې ډول تر بحث لاندې ونیول شي.
بلخوا د پاکستان کورنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، یاد هېواد کې تازه یو قانون پاس شوی، چې له مخې د ټولو هغو هېوادونو وګړي چې قانون اسناد ونه لري پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري.
ښاغلي عزیزي داسې مهال افغانستان ته د کډوالو د شتمنیو او کورونو وسایلو پر انتقال ټینګار کړی، چې دې وروستیو کې د پاکستان پولیس هغو کډوالو ته چې په جبري ډول له یاد هېواده ایستل شوي د هغوی د شخصي شتمنیو او کور وسایلو د انتقال اجازه نه ورکوي.