ایران ۱۹۹ نور افغان بندیان هم اسلامي امارت ته وسپارل
د نیمروز ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، ایران د همدې ولایت ورېښمو پل له لارې ۱۹۹ تنه افغان بندیان، چې د بېلابېلو جرمونو په تور یاد هېواد کې نیول شوي وو اسلامي امارت ته سپارلي.
ایران کې د بېلابېلو جرمونو په تور د نیول شویو افغان بندیانو له ډلې افغانستان ته د ۴۸۴ تنو پر سپارلو هوکړه شوې، چې د زندانونو چارو لوی رئیس په وینا له ډلې یې ۲۱۱ تنه تېره میاشت او ۱۹۹ تنه اوسمهال اسلامي امارت ته سپارل شوي دي.
د زندانونو چارو لوی رئیس دغه راز ویلي، هېواد ته را لېږدول شوي بندیان به له اصولو سره سم د بند پاتې موده خپلو ولایتونو کې تېروي.
ایران یاد بندیان داسې مهال کابل ته سپاري، چې افغانستان هم د حسن نیت او ښه تعامل له مخې دوه تنه ایراني بندیان یاد هېواد ته سپارلي دي.