امریکایي چارواکي: بګرام هوایي اډه کې د امریکا نظامي چورلکو ناسته حقیقت نه لري
د امریکا دفاع وزارت چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، بګرام هوایي اډه کې د امریکا نظامي چورلکو ناسته حقیقت نه لري.
د فرانسې خبري اژانس ویلي، د امریکا دفاع وزارت یوه چارواکي یاد اژانس ته د ایمېل له لارې هغه راپورونه رد کړي، چې ګواکې امریکايي چورلکو د بګرام هوایي اډه کې ناسته کړې وي.
یاد امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی ذکر شوی بګرام کې د امریکا هر ډول نظامي حضور رد کړی دی.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد هم بګرام کې د امریکا حضور تبلیغات یاد کړي او ویلي یې و، د افغانستان خلک پوهېږي چې دا هرڅه ناممکن دي.