قطر له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې ډېروي

قطر له راستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې ډېروي افغانستان
کابل کې قطر شارژادفیر د کډوالو چارو وزیر سره کتلي

کابل کې د قطر شارژدافیر میردف بن علي القاشوطي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

کابل کې د قطر سفارت ویلي، دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او مرستو ډېروالي پر لارو چارو خبرې وشوې.

کابل کې د قطر سفارت داسې مهال له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو ټټر وهلی، چې دا مهال له پاکستان څخه په جبر د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې لړۍ په چټکۍ سره دوام لري او په تېرو څو ورځو کې تر ۳۰ زرو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

ها خوا افغان حکومت هم د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه برابرولو برخه کې د پوره چمتووالي خبر ورکړی او له نړېوالو مرستندویه بنسټونو یې هم غوښتي، چې د کډوالو هر اړخیزې مرستې ته را ودانګې.

تړلي موضوعات