افغانستان کې برېتانوۍ جوړه ولې نیول شوې او څنګه یې د افغانستان تابیعت ترلاسه کړی؟
پیټر رینولډز او مېرمن یې باربي د روان کال د فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه د افغان ځواکونو له لوري بامیانو ولایت کې ونیول شول.
دغه برېتانوۍ جوړه له تېرو شاوخوا ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې مېشت ول، چې د تعلیم ترڅنګ یې سوداګریزه برخه کې مشورتي مؤسسه هم درلوده.
خو اوس تازه د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، له نیول شوې جوړې یې د افغانستان د تابیعت تذکره او پاسپورت ترلاسه کړي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې، چې دوی څنګه د تابیعت اسناد ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، نیول شویو د تېر حکومت پر مهال د افغانستان د تابیعت تذکره او پاسپورټ ترلاسه کړي دي.
عبدالمتین قانع ویلي، اوس دغه قضیه په دې ډول څېړل کیږي، چې دوی څنګه د افغانستان تابیعت ترلاسه کړی، چې اوس رسما محکمې ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته په بهرنیو شکمنو وګړو څار ډېر شوی او هغه بهرني وګړي د شریعي قانون منګولو ته سپارل شوي، چې د افغانستان امنیت او اسلامي قوانینو ضد کړنې یې ترسره کړې دي.