پکتیا کې یوه مېرمن له کورني زندان وژغورل شوه

پکتیا کې یوه مېرمن له کورني زندان وژغورل شوه افغانستان
پکتیا کې امربالمعروف محتسبینو یوه ښځه له کورني زندان ژغورلې

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، محتسبینو یې پکتیا ولایت کې هغه مېرمن چې له څلورو کلونو راپدېخوا د خپل خاوند له لوري زنداني شوې وه، وژغورله.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، ژغورل شوې مېرمن د یاد ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې بندي وه په خبره یې، له ژغورلو وروسته یې خاوند د شرعي پرېکړې لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت تر چتر لاندې محتسبین وايي، د هغو کړنو مخنیوي ته ژمن دي چې له امله یې د خویندو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د هڅو په پایله کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د هغو مېرمنو ټول شرعي حقوق خوندي شوي چې تر دې وړاندې له پامه غورځېدلي وو.

تړلي موضوعات